امنیت

شل تنه مليشه طالبان په ورکزو ايجنسۍ کې ووژل شول

پيښور باختر د لړم لسمه :
  د خيبر پښتونخوا ايالت  په ورکزو ايجنسۍ کې نن د امنيتي ځواکونواو د مليشه طالبانو ترمنځ نښته کې څه ناڅه ٢٠ تنه مليشه طالبان او د پاکستان څلور تنه پوځيان ووژل شول.
باخترآژانس د پاکستان د ډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ چې په ټيټ ورکزوکې د نښتې له امله درې تنه نور حکومتي ځواکونه او يوشمېر مليشه طالبان ټپيان شول.
  دپاکستان د رسمي خبرځايونو د څرګندونو له مخې: دغې نښتې څو ساعته دوام وکړ.
نننۍ جګړه له هغه وروسته ونښته چې پاکستاني پوځيانو په شمالي وزيرستان او په خيبر ايجنسي کې د سيمه ئيزو او بهرنيو ياغيانو پرخلاف عمليات پيل کړل چې لا تراوسه پورې دوام لري .
د ورکزو ايجنسۍ يوه له اوو نيمه کورواکو قبايلي سيمې څخه ده چې د طالبانو د ډلې او د القاعده غړي پکې فعال دي او پتڼځي لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته