امنیت

يو تروريستي بريد ښنډ کړاي شو .

کابل باختر د غبرګولي شپاړسمه

 په غزني ولايت کې ديوه تروريستي بريد مخه ونيول شوه .

 امنيتي مقامات وايي  مخالفينو يوه ديرش کيلويي بوشکه چاوديدونکي  توکي ددغه ولايت دخوږيانيو  ولسوالۍ  په مربوطاتو کې په يوه ګڼ ميشته ساحه کې  ځاى پرځاى کړي  و او ديو تروريستي بريد هوډ يي درلود چې دغه چاوديدونکي توکي دامنيتي ځواکونو له خوا کشف او ښنډ کړاي شول

 ديوبل خبر له مخې  دجنګي وسايلو  يوه ډيپو دقره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې کشف او ضبط شوه .

  يوه خبرځاى وويل په دې ډيپو کې دوسايطو ضد ډول دول ماينونه ، لاسي بمونه ، څو تومانچي  اوکلاشينکوفونه او چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته