سیاست

تبصره

کابل باختردلړم يوويشتمه :
دجزا دنوى کد معرفي کول په هېواد کې دقانون جوړولو په برخه کې دحکومت يوبل برياليتوب  بلل کيږي .
دباختراژانس مبصر ليکي: دجزا دنوي کد په تنفيذ سره ددې تر څنګ چې په دې برخه کې ديرش نور قوانين لغو کيږي په عدلي اوقضايي بنسټونو کې  دکار بهير به په اسانتيااو شفافيت  سره تعقيب شي .
دجمهوري رياست دويم مرستيال ددغې موضوع اهميت ته په پاملرنې سره دجزا دنوى کد دمعرفي کولو په مراسمو کې وويل: دهېواد دمدني جزا دقانون له قانوني عمر څخه څه ناڅه څلويښت کاله تير شوي دي چې په څو قوانينو  کې دجزايي حکمونو خورو ورو موضوعګانو ، دقوانينو پرله پسې تعديلونو او دهغو ترمنځ تعارض  ته په پاملرنې سره ددې غوښتنه کوي چې ټول جزايي حکمونه په يوه  قانون کې راټول کړى شي .
دجمهور رييس ددويم مرستيال خبروته دپاملرنې  سره په هېواد کې دجزا دنوى کد ضرورت او اهميت  په ډاګه کيږي او په جزايي حکمونو کې ګډوډي  او دهغو ترمنځ تعارض  په مسلمه توګه په عدلي اوقضايي  بنسټونو کې روڼتيا تر پوښتنې لاندې نيسي او په عدلي اوقضايي بنسټونو  کې کاري بهير پيجلى او اوږد مهال کوي .
په هر صورت دجزا نوى کد له ترديد پرته دهېواد په عدلي  اوقضايي بنسټونو کې داسانتياو لپاره د زمينې دبرابرولو سبب کيږي .
دځينو کسانو په باور  دغه کد دعدالت دتطبيق او دقانون  درعايتولوزمينه برابروي او دعدلي او قضايي بنسټونو په چارو کې غير قانوني لاسوهنې پاى ته رسوي .
ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته