امنیت

په سمنګانوکې دوه تنه په مظاهروکې ووژل شول

کابل باختر دمرغومي لسمه :
د سمنګانو د والي دګوښه کولو لپاره ددغه ولايت دلسګونو اوسيدونکو مظاهرې په تاوتريخوالى واوښتې او دوه تنه ووژل شول .
ويل کيږي دغه مظاهره کوونکي د سمنګانو ولايت د ودانۍ په وړاندې ددغه ولايت د والي دګوښه کيدو غوښتنه وکړه او د والي له ساتوونکو سره ونښتل.
د ولايتي شورا رييس محمد ضيا د دغې پيښې په تاييدولوسره باخترآژانس ته وويل: په دې نښته کې چې د مظاهره کوونکو او د والي ساتوونکو ترمنځ رامنځته شوه؛ دوه تنه ووژل شول او اووه تنه نور يې ټپيان شول.
دغيني شاهدانو دڅرګندونو له مخې: د سيمې دوکانداران په دې نښته هم ټپيان شوي دي.
اوس د ولايت مقام د ننوتو دروازې ته څېرمه امنيتي تدبيرونه نيول شوي دي او امنيتي ځواکونه هلې ځلې کوي ترڅو دخلکو مظاهرې کنترول کړي .
يوه اوونۍ مخکې په لسګونو تنه مظاهره کوونکي په سمنګانو ولايت کې د سمنګانو د والي دڅارنوالى د رييس او دکرنې د رييس دګوښه کيدوغوښتوونکي شوي وو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته