سیاست

جمهوررئیس غني د لیلیو محصلینو او زده کوونکو ته په خطاب کې: تاسې د افغانستان راتلونکی یاست او نه یواځې سبا، بلکې نن هم تاسې پورې اړه لري

کابل باختر د وږي دمياشتې ١١نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون ماښام دنېکمرغه لوی اختر په مناسبت د هېواد له بېلابېلا اقشارو سره د خپلو کتنو په لړ کې  د کابل پوهنتونونو، شهید استاد برهان الدین رباني ښوونې او روزنې پوهنتون، پولیتخنیک پوهنتون، د نجونو د مرکزي لیلیې محصلینو او دغه راز د خوشخال خان او رحمان بابا د لېسو له زده کوونکو سره وکتل او د لوی اختر مبارکي یې ورکړه.
په دې کتنه کې چې د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې ترسره شوه، لومړۍ مېرمن هم حضور درلود، لومړی د لوړو زده کړو وزارت معین انجینر عبدالتواب بالاکرزي جمهوررئیس، لومړۍ مېرمن او د افغانستان ټول ملت ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي ورکړه، ښوونې او روزنې ته یې د جمهوررئیس له پاملرنې او هغو محصلینو او زده کوونکو چې له خپلو کورورنو څخه لېري دي، ده د لورینې مننه وکړه.
هغه د دې وزارت اجرااتو، برنامو او طرحو او په ځانګړي ډول د هېواد په پوهنتونونو کې د لوړو زده کړو د سیستم او تحصیلي نصاب په اړه معلومات ورکړل.
د لوړو زده کړو وزارت معین وړاندېز وکړ چې دې وزارت ته دې د بېړنیو اجرااتو، سیمینارونو او سمپوزیمونو د جوړېدو په خاطر ، جلا کوډ منظور کړي. هغه دغه راز وویل،موږ باوري یوو چې د هېواد د لوړو زده کړو سیستم به ستاسې د پاملرنې له امله، لا نور هم  بریالی شي.
وروسته د سرحدونو او قبایلو وزارت معین محمدیعقوب احمدزي خبرې وکړې او د لوی اختر د مبارکۍ ترڅنګ یې وویل، دا وزارت پر خپلو ورسپارل شویو چارو سربېره په سرحدي سیمو کې د تعلیمي ودې په برخه کې هڅه کوي او په دې برخه کې اسانتیاوې رامنځته شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د سرحدونو او قبایلو وزارت اړوند د خوشحال خان او رحمان بابا لېسو فارغانو د کانکور په ازموینه کې ښې پایلې لرلې، دغه راز هغه زده‎کوونکي چې  د همدې لېسو څخه د لوړوزده کړو په خاطر له هېواده بهر استول شوي وو، ښې لاسته راوړنې یې لرلې.
وروسته ذکرالله، عبدالرفیع انځور او شهناز طنین د زده کوونکو او محصلینو په استازیتوب خبرې وکړې اوله جمهوررئیس او لومړۍ مېرمنۍ څخه یې له دوی سره د کتنې او له دې امله چې د ارګ دروازې د ځوانانو پر مخ پرانیستي دي، مننه وکړه.
هغوی په بېلابېلو برخو لکه د معیاري تحصلي نصاب نشتوالي، د عملي او تطبیقي درسونو لپاره د امکاناتو په نه موجودیت کې خپلې ستونزې مطرح کړې او وړاندېز یې وکړ چې په کابل پوهنتونو کې دې په دواړو رسمي ژبو تدریس وشي.
په همدې ترتیب دوی وویل، د هېواد ځوانان په ټول قوت سره          د حکومت د برنامو، اقتصادي طرحو او سیاسي حل لارو ملاتړ کوي.
جمهور رئیس غني په دې کتنه کې خبرې وکړې، محصلینو او د دوی کورنیو ته یې د اختر د مبارکۍ ترڅنګ وویل، ستاسې مېندې او پلرونه د دې وطن اتلان دي، ځکه پرېکړه یې کړې چې خپل اولادونه د  زده‏کړې او تحصیل په خاطر له خپلو کورونو څخه لېرې واستوي.
جمهور رئیس زیاته کړه چې تاسې د افغانستان راتلونکی یاست او نه یواځې سبا، بلکې نن هم تاسې پورې اړه لري.
محمداشرف غني وویل، زموږ ځوانان باید ټینګه اراده ولري چې د افغانستان بحرانونو ته د پای ټکی کېږدي.
هغه زیاته کړه، تاسې هر یو د دې وطن پانګه یاست چې  موږ ته د زړه قوت رابښئ. تاسې د اتحاد او ملي یووالي بېلګه او تمثیل کوونکي یاست.
جمهور رئیس څرګنده کړه،  ارګ د ټولو افغانانو کور دی او  زه دلته
ستاسې په اراده د خلکو استازیتوب کوم. دا وطن ستاسې ټولو دی او ځانونو ته د مسافر کلمه مه استعمالوئ.
جمهور رئیس غني وویل، زه د لیلیو له ستونزو څخه خبر یم.
هغه دې ته په اشارې چې د کابل پوهنتون لیلیه د راتلونکي په اړه د فکر کولو او ملي یووالي زانګو کېدای شي، نو د لوړو زده کړو وزارت معین ته یې لارښوونه وکړه چې د لیلیو ستونزې په جدي ډول حل او لازم اصلاحات پکې رامنځته شي.
جمهور رئیس محصلینو ته په خطاب کې وویل چې د افغانستان د افهام او تفهیم ژبه زده کړئ او هغه دا ده چې هیڅ افغان له بل افغان څخه کم او زیات نه دی. هغه ټینګار وکړ چې خپل فرهنګ زده او شریکه ژبه پیداکړئ.
محمداشرف غني وویل، هغو افکارو ته چې تفرقه رامنځته کوي توجه مه کوئ، ځکه د افغانستان ددفاع تر ټولو مهم سنګر ستاسې ځوانانو افکار دي او هیڅوک د افغانستان ملي یووالي ته زیان نشي رسولي ترڅو ستاسې په منځ کې ځای ونه مومي.
جمهور رئیس دغه راز د تعلیمي نصاب په اړه وویل: دپوهنتونونو نصاب په جدي ډول معیاري او اصلاح کیږي او شخصاُ زه په خپله به د تعلیمي او تحصیلي نصاب د اصلاح کمېټې رهبري وکړم.
هغه زیاته کړه چې د شاګردمحوره تحصیلي طریقو او د عملي او تطبیقي چارو په مسایلوکې د ښه والي په خاطر هڅې جریان لري.
د هېواد جمهوررئیس ټینګار وکړ چې په کابل پوهنتون کې دې په دواړو رسمي ژبو تدریس ترسره شي، خو هڅه دې وشي چې ژبه د نفاق وسېله ونه ګرځي.
هغه زیاته کړه، د هېواد د امنیتي او دفاعي قواوو د مېړانۍ او سرښندنو او د هېواد بهرني سیاست کې د تدبیر له امله نن په انزوا کې نه یوو او باید په لوړ تدبیر سره په سولې کار وکړو ترڅو تلپاتې سوله ولرو.
پاى ذکرالله 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته