ټولنه

چارواکي:په ترینکوټ ښار کې عصب شوې ځمکې به د زورواکو له منګولو خلاصې کړي

ترینکوټ  باختر د زمري ۸ مه
د روزګان ولایت مرکز ترینکوټ لپاره نوي ټاکل شوي ښاروال نعمت الله
بخیتارژمنه وکړه چې؛ په دغه ولایت کې به دولتي غصب شوې ځمکې د زور واکو له
منګلو خلاصې او په ترینکوټ ښارکې به ماسټر پلان عملي کړي.
هغه دغه څرګندونې نن د خپلې پېژندګلوۍ په پار جوړې شوې  غونډه کې له  رسنیو سره په خبرو کې وکړې.
له دې سره د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ مسوولینو هم ژمنه وکړه چې د نوي
ښاروال ملاتړ به کوي اوچاته به اجازه ورنکړي چې له قانون څخه سرغړونه وکړي.
د ترینکوټ ښاریان هم له دولت څخه غوښتنه کوي چې ماسټر پلان او په ښار کې قانون پلي کړي.
دا په داسې حال کې ده چې؛ په ترینکوټ ښار کې څو ځلې دولت د ماسټر پلان د
عملي کیدو کار پیل کړى خو بېرته یې زور واکو مخه نیولې او دولت نه دی توانیدلی
چې ماسټر پلان عملي کړي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته