امنیت

طالبانو په ارزګان کې دملي پيوستون درې تنه کارګران ووژل .

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٣
وسله والو طالبانو په پاى کې  هغه درې تنه افغان کارګران چې دملي پيوستون پروګرام ته  يې کارکول  ووژل .
دغه کارګران پرون کله چې له  غره  څخه د ډبرو په ليږدولو بوخت و دوسله والو طالبانو له خوا وتښتول شول .
ددغو دريو تنو کارګرانو مړي چې په  ډزو سره وژل شو دې نن سهار د  دهراود ولسوالۍ په  تنګې  په سيمه کې دخلکو له خوا کشف شول .
په همدې حال کې د ارزګان دوالي ويندوى فريد عايل له باختر آژانس سره په اړيکه کې وسله وال طالبان ددغو کارګرانو د وژلو مسوول وبلل او ويې ويل  امنيتي ځواکونو ددغې پيښې دعاملينو دپيژندلو او نيولو لپاره پلټنې پيل کړى دي.
ويل کيږي چې دغه درې تنه کارګران   د مزدورکارانو په توګه په دهراود کې دملي پيوستون په يوې پروژې کې په  کاربوخت وو .
له بله پلوه د دغو کارګرانو کورنيو نن له دولت څخه وغوښتل چې يرغلګر طالبان ونيسي او سزا  ورکړى.
ديو وژل شوي کارګر دکاکا زوى دستګير وويل  :  زما دکاکا زوى ډير بيوزلۍ و
او په دغو ورځو کې ډير خوښ و چې  ورته مزدوري پيدا شوې ده  خو دغه مزدوري دهغه سر وخوړ  اوهغه درې ماشومان لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته