سیاست

تبصره

کابل باختر دوږي اوولسمه :
جمهورريس غني ديوفرمان په صادرولوسره دانتخاباتي نظام داصلاح دکميسيون اووه موارده وړانديزونه ومنل اوپه دې ترتيب دانتخاباتي نظام داصلاح اوپه انتخاباتي کميسيونونوکې داصلاحاتودراوستلولپاره لاره پرانيستل شوه .
دباخترآژانس مبصر  ليکي : جمهوررئيس غني وړمه ورځ ديوفرمان په صادرولوسره د انتخاباتي نظام داصلاح دکميسيون اووه موارده وړانديزونه ومنل . ددغه کميسيون دوړانديزونو په منل کيدوسره په انتخاباتي نظام اوکميسيونونوکې داصلاحاتودراوستلولپاره لاره پرانيستل شوه اوپه دې ترتيب به دانتخاباتي کميسيونونو په نسبت له لاسه وتلي باورونه اواعتمادبيااحياشي .
دانتخاباتي نظام داصلاح کميسيون دنږدې يوې نيمې مياشتې په بهيرکې په پرله پسې کار او هڅوسره وکولاى شول خپله پيشنهادي طرحه اجراييه رياست اوجمهوري رياست ته وړاندې کړي . هغه طرحه چې لس پيشنهادي موارديې لرل ء اووه موارده يې دجمهوري رياست له خوا ومنل شول اودرې موارده يې دزيات غورپه مقصد کميسيون ته وړاندې شول .
دجمهوري رياست په فرمان کې دعدليې له وزارت او دچاروله ادارې څخه غوښتل شوي دي چې دانتخاباتي نظام داصلاح دکميسيون دوړانديزونو دتطبيق زمينه برابره کړي .
سياسي کارپوهان په دې باوردي چې په انتخاباتي نظام کې داصلاحاتوپه راوړلوسره به دانتخاباتي کميسيونونو په نسبت له لاسه وتلي باوربيااحياشي .
په داسې حال کې چې تيروانتخاباتوپه تيره بيادجمهوري رياست وروستيو انتخاباتودمشخصودلايلوله مخې خپلې ستونزې لرلې. چې زياتره برخه يې دانتخاباتي کميسيونونو په مديريت کې په ناوړو کړنو پورې اړه پيداکوي . په داسې حال کې چې د هيواد اساسي قانون چې دتعريف شوې ديموکراسۍ اوولسوالۍ پربنسټ يې انتخابات دخلکودارادې دتمثيلولولپاره يواصل بللي دي چې دخلکوداستازومشروعيت تامين شي . دآزادۍ اصل اودعمومي والي اصل هغه دوه اصول دي چې داساسي قانون ٦١ او٨٣ مادې په دې برخه کې صراحت لري . په داسې حال کې چې په تيروانتخاباتوکې دتقلب زمزمودغه اصل تر پوښتنې لاندې نيولي دي .
دټولنې په سياسي فرهنګ کې تقلب ځاى نيول دانتخاباتو دبنسټ ددړې وړې کيدومانالري چې په پا ى کې دخلکوباوراواعتماد کميږي.
دافغانستان خلکودغه شان ترخې تجربې ء تجربه کړي دي . اوددغه شان ستونزودتکراردمخنوي لپاره په راتلوونکي کې دانتخاباتودترسره کولولپاره ديوه مناسب اوکاري ميکانيزم جوړول يوه اړتيابولي اوهيله ده چې دغه اړتيابه دانتخاباتي نظام داصلاح دکميسيون دغړوپه کاراودجمهورييس په وروستي فرمان کې لرې شي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته