امنیت

په سمنګانو کې دترافيکي پيښې له امله يو تن ووژل شو.

کابل – باختر دکب دمياشتې ٣
په سمنګانو کې نن  ديوې ترافيکي پيښې له امله يو تن  ووژل شو او څلور   تنه نور ټپيان شول .
د سمنګانو ولايت د  ترافيکو مدير سمونوال  عبدالقدير پنجشيري   باختر  آژانس    ته وويل :   دغه پيښه نن سهار په پنځو بجو د  ايبکو – مزارشريف د   لويې لارې  په اوږدو کې دحضرت سلطان ولسوالۍ په   مرکز کې له يوې ټيلري  واسطې سره ديو لنډکروزر موټر دټکر له امله رامنځته شوه .
دسمنګانو ولايت دترافيکو مدير ددغې پيښې علت د دواړو ليږدونکو وسايطو دچلوونکو بى احتياطي او ګړندى تګ  بللى دى  .
دسمنګانو روغتون رييس ډاکترمحمد منصورصابر ددغې پيښې د دوو تنو ټپيانو روغيايي حالت   خراب  وباله او ويې ويل چې   دوي   د  درملنې لپاره د  بلخ ولايت حوزوي   روغتون ليږدول شوي  دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته