نړۍ

اته تنه آذربايجاني سرتيري له ارمنيانو سره په نښته کې ووژل شول

باکو بي بي سي  باختردزمري دمياشتې  ١١ :
اته تنه آذربايجاني سرتيري دنګورنو قره باغ په لانجمنه سيمه کې له ارمني ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول.
دآذربايجان جمهوريت  ددفاع دوزير دڅرګندونوله مخې :  جګړه هغه وخت ونښته چې  ددغه هېواد داردو ځواکونو  دارمنستان له  ځواکونو څخه وغوښتل هغو پولو ته دې  ستانه شي  چې  دارمنستان ترکنترول لاندې دي چې دغه غوښتنه ددواړو لورو ترمنځ دنښتې سبب شوه .
دغو نښتو درې ورځې دوام وکړ  او دجمعې دورځې په نښته کې دآذربايجان جمهوريت څه ناڅه اته تنه سرتيري ووژل شول.
ارمنستان  تراوسه پورې  په دې باب رسمي وينا  نه ده صادره کړې  خو دارمنستان يوه پوځي مامور دفرانسې خبري آژانس ته وويل : دآذربايجان جمهوريت  ځواکونو په ارمنستان  دتيري نيت درلود  چې دجګړې  سبب شو.
تير کال هم په ورته نښته کې  دآذربايجان جمهوريت پنځه تنه سرتيري او دارمنستان درې تنه سرتيري ووژل شول.
دبر قره باغ لانجمنه سيمه  دنړيوالې ټولنې له خوا دآذربايجان جمهوريت دخاورې يوه برخه بلل کيږي خو ددغې سيمې  دارمنيانو ترواکمنۍ لاندې ده.
اټکل کيږي چې  له ١٩٨٨ کال څخه تر ١٩٩٤ کال پورې  ددواړو لورو ترمنځ
نښتو کې  نږدې ديرش زره وژل شوي دي  او يو مليون تنه نور بې ځايه شوي دي.
دبرقره باغ ( نګورنو قره باغ ) ياغرنى  قره باغ زياتره وګړي ارمنيان دي.
دغه سيمه  دنوي يمې لسيزې په لومړيو وختو کې دارمني او آذري ځواکونو ترمنځ له خونړيو نښتو وروسته دقره باغ  دارمنيانو ترکنترول لاندې راغله.
دارمنيانو ترکنترول لاندې قره باغ خپلواکي اعلام کړې ده  خو په نړۍ کې هيڅ يوه هيواد دهغه خپلواکي  په ر سميت نده پيژندلې .       

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته