سیاست

مطبوعاتي اعلاميه

کابل باختر دتلې دمياشتې لومړۍ  نيټه  :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني په ټولو برخو په ځانګړي ډول په حکومتي دستګاه کې دننه تبعیضي چلند، فکر او کړنې سختې غندي او هيڅ  بنسټ او فرد ته د افغانستان د خلکو او قومونو د ملي یووالي، هغږۍ اواتفاق د زیانمنولو اجازه نه ورکوي.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوررييس دوياند دفترله لارې باخترآژانس ته رارسيدلې ده ويل شوي دي.
د هېواد جمهوررئیس د ملګرومتلونو سازمان دعمومي غونډې  په دوه اویایمه ناسته کې د ګډون په موخه د خپل رسمي سفر په پای کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي ریاست ته د منصوب فرد له لورې د خپاره شوي لیک د جزئیاتو په لوستلو سخت متاثر شوی دی.
جمهوررئیس غني د هېواد لویې څارنوالۍ ته لارښوونه کړې، چې په دې اړه هر اړخېزې څېړنې وکړي او د دې بد کار د عامل یا عاملانو د تشخیص اقدام وکړي او د هېواد د اساسي قانون او ټولو نافذه قوانینو د حکمونو په رڼا  کې له هغوی سره چلند وکړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس وویل: "د افغانستان ښکلا، قوت او ثبات د دې خاورې د باعزته  او برابرو قومونو او خلکو په وجود کې دی او زما لپاره تر دې بل لوی ویاړ نشته چې په افتخارد دوی استازيتوب وکړم.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته