نړۍ

دملګروملتو سازمان : دغزې څلورمه برخه قربانيان ماشومان دي

ژينو باختر دچنګاښ  څليرويشتمه :
دملګروملتو سازمان پرون  په يوه خبر کې اعلام وکړ چې دغزې په تړانګې  داسرائيلو دهوايي بريدونو له امله تراوسه پورې  ١٧٧ تنه وژل شوي دي  چې څلورمه برخه يې ماشومان وو .
باختراژانس دبهرنيوخبرځايونو له خولې خبر راکړ، دملګروملتونو دسازمان دکډوالو  دچارو دادارې عالي کميشنر په دې باب  ټينګار وکړ چې ددغو بريدونو زيات  شمير قربانيان ماشومان او تنکي ځوانان دي .
په همدې حال کې دفلسطيني  روغتونونو خبرځايونو اعلام وکړ چې دغزې په تړانګې  داسرائيلو  هوايي او راکټي بريدونو کې ترنن ورځې  پورې ١٧٧تنه وژل شوي او ١٢٨٠تنه نور ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته