سیاستTOP

د جمهورريیس په حضور کې د ولسي تړون او کارموندنې ملي پروګرام د پراختیایي پروژو تړونونه لاسلیک شول

٣٩- کابل/ د مرغومي١٠مه / باختر
د افغانستان داسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمداشرف غني په حضور کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ريیس شمیم خان کټوازي او د اکټیډ موسسې د ريیس فرانسس هریشر او ANCC موسسې ريیس فرهاد کریمي ترمنځ د ولسي تړون او کارموندنې ملي پروګرام د پراختیایي پروژو تړونونه لاسلیک شول.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ.
په دغو مراسمو کې چې نن غرمه په چهار چنار ماڼۍ کې ترسره شول د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ريیس شمیم خان کټوازي وویل، له جمهورريیس څخه مننه چې د دوی په پاملرنه او لارښوونه نن د هیواد لسو نورو ښارونو ته د ولسي تړون ملي پروګرام غځولو او دولسو ښارونو کې د کارموندنې تړونونه له همکارو موسسو سره لاسلیکوو.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې لوی ريیس وویل، په جلال اباد، قندهار، هرات او مزارشریف ښارونو کې په درې کلنو کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې د ۱۱۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ۹۱۴ پروژې تطبیق شوي چې هلمند، غزني، فراه، پروان، جوزجان، بدخشان، پکتیا، لوګر، نیمروز او بلخ لسو ولایتونو ته د دې پروګرام غځولو سره به د ۴۵ میلیونو ډالرو په ارزښت بېلابېلې پروژې عملي شي.
ښاغلي کټوازي وویل د کارموندنې پروګرام دویمه برخه کې به په جلال اباد، لغمان، کونړ، نورستان، هرات، غور، تخار، کندز، بغلان، خوست، قندهار او فاریاب دولسو ولایتونوکې د ۱۲۰ میلیونو ډالرو په ارزښت په څلورو کلنو کې بېلابېلې پروژې د ولس په خوښه تطبیق شي.
نوموړي زیاته کړه، ۱۲۰ زره خلکو ته د کاري زمینو ترڅنګ به کارموندنه باثباته او دوامداره شي. د ولسونو په همکارۍ به په لږ وخت کې په ښه ډول دا پروژې پلې او پر دولت د خلکو باور لا زیات کړو. هغه زیاته کړه، په راتلونکي کې به د پروژو تطبیق کې د ښاروالیو ظرفیت لوړ او د همکارو موسسو رول را کم کړو. په دویم پړاو کې دې لسو هغو ښارونو ته چې لږ انکشاف یې کړی دا پروګرام وغځول شي.
وروسته د اقتصاد وزیرې کریمې حامد فاریابي وویل، د کارموندنې پروګرام له امله چې نن یې د عملي پیل شاهدان یوو د جمهورريیس د هراړخیز ملاتړ او بین المللي شریکانو په ځانګړي ډول د نړیوال بانک چې د دغه پروګرام تمویلونکی دی، مننه کوم.
د اقتصاد وزیرې وویل، د کارموندنې بین الوزارتي پروګرام اساسي موخې د اقتصادي فرصتونو لپاره د مناسب محیط رامنځته کول، د سوداګرۍ او پانګونې برخې مقررو اصلاحات، د اقتصادي فرصتونو ایجاد، د کسب او کار اسانتیاوې، د زیربناوو ښه والی، د سوداګریزو مارکېټونو د ظرفیتونو پیاوړتیا، د ښاري پروژو اولویت بندي او د کار بازار پیاوړتیا دي.
اغلې فاریابي وویل، د کارموندنې پروګرام لومړۍ برخه د اړوندو وزارتونو او دویمه برخه یې د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې له لوري تطبیقېږي. هغې زیاته کړه، د پروژو اسانولو ریفورم د بنسټونو ګډ کوښښ ته اړتیا لري او په دې موخه مو د سوداګرۍ، عدلیې، مالیې، ښارجوړولو او ځمکو وزارتونو او اسان خدمت ادارې سره تفاهم لیک لاسلیک کړی او تطبیقوونکو ادارو ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکوم.
د یادو تړونونو له لاسلیک وروسته جمهوررئیس غني وویل، نن ټولو په ځانګړي ډول هغو هیوادوالوته چې د کرونا او دوامدارې بې وزلۍ له امله یې په اړوندو ښارونو کې ژوند زیات زیانمن شوی، د کارموندنې د دې بهیر د پیل مبارکي وایم او له دې سره به یې په ژوند کې ښه والی راشي.
جمهوررئیس غني وویل، د ساساکي پراختیایي پلانونو تر برابرولو وړاندې زموږ د دولتي او بین المللي همکارانو د واحد لید د نشتوالي له امله زموږ ښارونه په غیرپلاني ساحو بدل شول. هغه زیاته کړه په هغو ښارونو کې به چې د ساساکي له لوري یې پراختیایي پلانونه برابر شوی، اساسي کیفي بدلون راشي او لازمه ده چې هر پلان منسجم وي.
د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، دا اوسنی کار په اتلسمه او نولسمه پېړیو کې هم ایجادېدلای شو. له دولتي او بین المللي همکارانو د یویشتمې پېړۍ کار ایجاد غواړم، ځکه د کار تعریف بدل شوی او په اساسي ډول باید تعریف شي. د دنیا له ډیجيټلي کېدو سره دا کارونه نوره نتیجه نه ورکوي.
جمهوررئیس وویل، د نوي نسل لپاره د کار موندنې ډول باید په اساسي توګه بدلون ومومي. د مولدیت له پلوه موږ په نړۍ کې کم کارګر لرو او زموږ کلیدي نقطه د تشبث ایجاد دی. افغانان په طبیعي ډول زیات متشبث دي او چېرې چې نظم وي هلته زیات ځلېدلي دي. هغه زیاته کړه، د شرکتونو او فردي تشبث لپاره باید هراړخیز محیط ایجاد شي.
جمهوررئیس غني په ټینګار سره وویل، زه غواړم د کارموندنې دا پروګرام متفاوت وي. د ساساکي پراختیایي پلانونو کې د کلي او ښار راغلې اړیکې باید عملي شي. د لومړي ځل لپاره زموږ ټولې اوبه ښارونو سره په ارتباط مدیریت کېږي. ښاروالان باید په ښارونو کې د ډیجیټلي کېدو لپاره شرکتونو ته زمینه برابره کړي .
جمهوررئیس کلیو پراختیا وزارت ته لارښوونه وکړه چې د کلسترسازي لورته لاړ شي. وړې پروژې ضروري دي، مګر د لوی پروګرام له لید باید ورته وکتل شي. هغه پروژې پکار دي چې اغېز یې تر نورو زیات وي. د تحول لامل شي او د همکارۍ روحیه ایجاد کړي. هغه زیاته کړه، ښاري وضعیت شهروندمحوري ته اړتیا لري. زموږ د تحلیل واحد باید حوزه او ناحیه وي چې مساوي ګډون راشي.
جمهوررئیس د شمیم خان کټوازي وړاندیز ته په اشارې وویل، پاتې ښارونو ته د پروګرام غځول اړین دی، خو د ښارونو شبکه جوړه کړئ. باید د ښارونو او کلیو د بېرته وصلولو وسیله شئ چې ښار او کلی د ارزښت په زنځیر سره وتړل شي او د خپلو وارداتو ډېره برخه په خپله تولید کړو.
د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، په تېرو نولسو کالو کې د کلي او ښار ارتباط کمزوری شوی. د کارموندنې له دې فرصت څخه باید اعظمي استفاده وشي. دعاجلې کارموندنې ترڅنګ د دوامدار کار چې د تشبث لامل شي اساس باید کېښودل شي او د ښځو رول ته دې په کې اساسي پام وشي.
پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته