ښوونه او روزنه

دکابل پوهنتون دشرعياتو پوهنځى تالار دشهيد ډاکټر محمد اياز نيازي په نامه ونومول شو .

 کابل / دغبرګولې ٢٨مه / باختر :
دکابل پوهنتون دشرعياتو پوهنځى استادانو دپوهندوي  ډاکټر محمد اياز نيازي  دشهادت او د پوهنمل عبدالجليل يوسفي او دپوهنيار عبدالبصير فريد دمړينې په مناسبت دقران عظيم الشان ختم وکړل .
دباختراژانس دخبرله مخې ،  دقران عظيم الشان دختم له مراسمو وروسته  وينا والو ددغو استادانو دشخصيت ، او دعلمي او ټولنيز ژوندانه دبېلابېلو اړخونوپه باب خبرې وکړې .
دلوړو زده کړو وزارت سرپرست  پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي ددغواستادانو روح ته ددعا په کولو سره استادنيازي دهېواد داکاډميکي ټولنې  له مممتازو استادانو څخه  وباله .
هغه وويل: نن دافغانستان په ګډون دنړۍ ټول هېوادونه له ستونزمن حالت سره  مخامخ دي  چې له بده مرغه  زموږ دهېواد تحصيلي برخه هم له دې پلوه نه جبيره کېدونکي زيانونه  زغملي دي . او هره ورځ  خپل يوشمېر علمي کدرونه له لاسه ورکوي .
هغه زياته کړه چې دپوهنتونونو استادان  زموږ دهېواد معنوي پانګې وې  چې ددوى  يادونه  او ددوى دکارونو قدرداني  دديني  ، ملي اوانساني  ارزښتونو له جملې څخه دي او دلوړوزده کړو وزارت  ددوى دارزښتونو په ساتنه  اودرناوي کې ځان مکلف بولي .
دلوړو زده کړو وزارت سرپرست  دغه راز  دشهيد ډاکټر نيازي په نامه دکابل پوهننتون دشرعياتو دپوهنځي دتالار نومول يو ښه اوپرځاى اقدام وباله او په  دې لاره کې دکابل پوهنتون له مسوولينو څخه يې مننه وکړه .
په دې مراسموکې  دکابل پوهنتون رييس  پوهاند ډاکټر محمد عثمان بابري  شهيد نيازي يومهربانه  پوه او دزغم وړ استاد وباله او ويې ويل  چې دکابل پوهنتون دشرعياتودپوهنځي داستادانو شهادت او مړينه ددغه پوهنتون لپاره يوه ستره ضايعه ده .
  دحج اواقافو وزارت مسلکي معين امين الدين مظفري داستاد نيازي  شهادت دلوړو زده کړو اودحج اواوقافو وزارتونو ته يوه ستره ضايعه وبلله او له معنوي او اکاډميک چاپيريال سره جګړه له منطق اواقلانيت څخه لرې وبلله.
په همدې ترتيب  د شهيد استاد نيازي دکورنى په استازيتوب قاضي عبدالحق عتيد خبرې وکړې او د ارواښاد استاد نيازي په نامه دکابل پوهنتون دشرعياتو دپوهنځي دتالار دنومولو په خاطر  دلوړو زده کړو وزارت اودکابل پوهنتون له مشرتابه خڅخه مننه وکړه .
مراسم دحق اوعلم د لارې  دشهيدانو پاک روح ته په دعا او په هېواد کې دسراسري سولې په رسېدوسره پاى ته ورسېد.
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته