امنیت

په هلمند کې ۳۶ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

لښکر ګاه باختر د تلې د میاشتې ۲۳ مه
افغان ګډو ځواکونو د هوايي ځواکونو په ملاتړ د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار يو شمېر سيمو ،نادعلي او کجکي ولسواليو کې چاڼيز عمليات پيل کړي چې له امله يې ۳۶ تنو وسله والو مخالفانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک باختر اژانس ته وویل چې په پيل شويو عملياتو کې تر دې مهاله ۲۵ تنه وسله وال وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپيان دي.
هغه وویل چې دغه راز د مخالفانو درې ميله پيکا،یو ميل هاوان،څلور موټر سايکلونه او دوه مهم مرکزونه هم له منځه وړل شوي دي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته