کابل باختر دسلواغې ١٦ نيټه :
د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې لوى ريېس محمود شاه حبيبي نن د سوداګرۍ او صنايعو وزارت او د سوداګرۍ د خونو له استازوسره په کتنه کې وويل چې، د سوداګرو د مالونو د ليږدونې په موخه د هوايي دهليزونو پراختيا په لومړيتوب کې ځاى لري.
د باختراژانس د خبرله مخې ؛ په دې کتنه کې د هوايي دهليزونو له لارې له هېواد څخه بهر ته د تجارتي مالونو د لېږدونې د پروګرام په باب خبرې وشوې.
د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې لوى ريېس وويل ؛ دغه اداره د کاري او قانوني دندو او مسووليتونو په چوکاټ کې له ملي سوداګرو سره هر راز همکارۍ ته چمتو ده.
د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې د لوى ريېس د څرګندونوله مخې ؛
د چين او اندونيزيا د هېوادونو په ګډون به څو هوايي دهليزونه جوړ شي.
دغه راز په دې کتنه کې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت او د سوداګرۍ د خونو په ګډون د نورو بنسټونو د دندو په باب خبرې وشوې. پاى فذ