امنیت

په سمنګانو کې دسيلاونوله امله دوه تنه ووژل شول

کابل باختر دغويي دمياشتې ٢٦نيټه :
په سمنګانو ولايت کې پرون دسيلاونو دراوتلو له امله دوه تنه ووژل شول  او داستوګنې په سلګونو کورونه ويجاړ شول.
دغه سيلاونه د چغت ، لرغت  اودسمنګانو له سيند څخه راوتلي دي  چې په تيرو پنځو کلونو کې بې ساري بلل شوي دي.
دسمنګانو ولايت  له طبيعي پيښو سره  دمبارزې رئيس   رجب علي يوسفي باخترآژانس ته وويل  ددغو سيلاونو دراوتلوله امله  دوه تنه وژل شوي   دي.
دده دڅرګندونوله مخې،  ددغو سيلاونو له امله  داستوګنې  شپيته کورونه هم  ويجاړ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون هم په سمنګانوولايت کې دسيلاونو دراوتلو له امله ديوې ښځې او څلورو ماشومانو په ګډون ٩ تنه ووژل شول  او داستوګنې   ١٨٠ کورونه  اوپه سلګونو جريبه زراعتي ځمکه ويجاړه شوه.
پاىجذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته