کابل /دتلې لومړى /باختر :
دافغانتور ددولتي شرکت داساسنامې دتسويد دکمېسيون په غوڼډه کې چې نن جوړه شوه ددغه بنسټ داساسنامې لومړنى مسوده وروستى شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دکمېسيون په غونډه کې چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دستر حقوقي سلاکار دلاور نذيرزوى په مشرۍ جوړه شوه ، دکمېسيون غړو دافغانتور ددولتي شرکت داساسنامې لومړى مسوده وروستى کړه .
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دستر حقوقي سلاکار دڅرګندونوله مخې ، دغه مسوده دنظر غوښتنې په خاطر ددغه وزارت په انترنټي صفحه کې خپرېږي .
هغه ټينګاروکړ چې له نظر غوښتنې وروسته دغه مسوده دماليې وزارت او وروسته دتقنيني پړاونو دتېرولو لپاره دعدليې وزارت ته لېږل کېږي .
دافغانتور تصدي چې په تېرو وختونوکې يې دتصدى په توګه فعاليت کاوه دنوي قانون پربنسټ په دولتي شرکت بدلېږي او ديوه دولتي شرکت په توګه به فعاليت وکړي .
ختم_ ف _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل