کابل/ دزمري١٢مه/باختر:
يوه تبه کاره ډله چې په هلمند کې د موټرو په غلا تورن دي، وځپل شول .
پوليس وايي ددغې تبه کارې ډلې د رهبرى څلورغړي پرون له لښکرګاه ښار څخه په ځانګړو عملياتوکې ونيول شول .
له نيول شويو کسانوڅخه دوه غلاکړى شوي موټرونه اووسلې ترلاسه شوي دي .
د هلمند د امنيې قوماندانۍ د رسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي دي چې نيول شويو کسانو د لسګونوموټرو په غلا اعتراف کړى دى.
داپه داسې حال کې ده چې په دې وروستيو وختو کې زموږ خلک د دغه شان پېښو له امله اندېښنه څرګنده کړه .
ختم_ ج _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ