نړۍ

له تروريزم سره مبارزه د (جي-٢٠) د غونډې اصلي موضوع

انقره – دويچه ويله – باختر د لړم دمياشتې ٢٥
په ترکيه کې د نړۍ د شلو ستر صنعتي او پرمختيايي هيوادونو د استازو کنفرانس دا ځل يوازې د اقتصادي ودې په باره کې نه دى. د نړۍ ډير مهم سياستوال په خپلې دغې غونډې کې غواړي په فرانسه کې له تروريستي بريدونو وروسته ګډ سياسي ځواب پيدا کړي.
د جي – ٢٠ د ډلې د مشرانو کنفرانس پرون د ترکيې انتاليا ته څېرمه په بلک ښارکې پيل شو .
د ترکيې جمهور رييس او د دغې غونډې کوربه رجب طيب اردوغان په حقيقت کې د تروريزم او په سوريه کې د کورنۍ جګړې پرخلاف د مبارزې په باره کې د موضوعګانو او د خبرو طرحه د شپې ډوډۍ د خوړلو په وخت کې په پام کې نيولې وه؛ خو په پاريس کې د داعش د ډلې د تررويستانو له وحشتناکو زنځيري بريدونو وروسته دغه موضوع د نړۍ د ډيرو مهمو سترو اقتصادي هيوادونو د مشرانو د خبرو په مرکزکې ده او په رسمي ډول د کاري غونډې په وخت کې په دې باب سلامشوره کيږي.
دترکيې جمهور رييس د پاريس بريدونه په سختو الفاظو سره وغندل او د تروريستانو پرخلاف چلندکې د يوې نړيوالې اجماع غوښتنه وکړه.
ده وويل: تروريزم هيڅ دين، هيڅ هيواد، هيڅ ملت او هيڅ نژاد نه لري. په دې باب به کوم اختلاف شتون ونه لري چې د جي – ٢٠ د ډلې ټول غړي داعش د ترور د اردو په توګه غندي.
دغې ډلې نه يوازې په فرانسه کې تروريستي بريدونو ترسره کړي دي؛ بلکې د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې د روسيې مسافر وړونکې الوتکه يې هم په فضا کې چوولې ده .
د ترکيې په ډير مهم تفريحي ښار انتاليا، په هغه ځاى کې چې د جي – ٢٠ غونډه جوړه شوې ده؛ ډپيلوماتان هيله لري چې د امريکا د متحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما او د ده روسي سيال ولاديميرپوتين له فرصت څخه په استفادې سره د داعش پرخلاف مبارزه او په سوريه کې په سوله کې د يوې ګډې ستراتيژۍ په باب موافقه وکړي .
تر اوسه پورې د دغو دوو جمهورو رييسانو ترمنځ د کتنې پروګرام نه ده جوړ شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته