امنیت

په فارياب کې ددوو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر د تلې  پنځلسمه :
دوه تنه وسله وال طالبان تيره شپه په فارياب ولايت کې دهېواد دهوايي پوځيانو په بريدونوکې ووژل شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو  وياند جګړن نصرت الله جمشيدي  باختراژانس ته وويل چې په دغو وسله والو طالبانو ددغه ولايت دګرزيوان  ولسوالۍ په ګاوکي  کلي کې هوايي بريدونه وشول او وووژل شول .
په دغو بريدونوکې درې تنه نور طالبان سخت ټپيان شوي دي او دوژل شويو کسانو مړي او جنګي وسايل دجګړې په ډګر کې  پاتې دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته