امنیت

شل تنه وسله وال طالبان په ننګرهار ولايت کې ووژل شول

کابل باختر د زمري څوارلسمه :
د ننګرهار ولايت د پچيراواګام ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ناټو د بې پيلوته الوتکې د بريدله امله شل تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
يوه امنيتي مقام چي د نامه له اخستلو څخه يې ډډه وکړه؛ د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه بريدتېره شپه د ناټو د بې پيلوټه الوتکې له خوا ترسره شو چې له امله يې ٢٠ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
خبرځاى رياته کړه: په وژل ثويوکسانوکې د داعش د ډلې غړي هم شامل دي.
د يوبل خبرله مخې:
د ننګرهار ولايت د پچير او اګام په ولسوالۍ کې د طالباتو د ځواکو نو او د داعش د ډلې د غړو ترمنځ نښته کې له دواړو لوروڅخه ١١ تنه ووژل شوي  او ٧ تنه نوريې ټپيان شوي دي.
سميه ييزمقامات وايي چې پچيراواګام د ننګرهار ولايت يوه نا امنه ولسوالي ده چې په دې وروستيوکې وسله والوطالبانو او داعش پراخ شتون پيداکړى دى او خپلمنځي دښمنۍ تل د دوى ترمنځ د نښتو سبب کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته