سیاست

عادلې راز دهند له نوي سفير سره وکتل .

-کابل باختر د ثور يوولسمه :
دبهرنيو چارو وزارت  داقتصادي همکاريو معينې  ميرمن عادلې راز  نن په کابل کې دهند جمهوريت  له نوي سفير ويني کومار سره  دپيژندګلوى کتنه وکړه
  دبهرنيو چارو وزارت  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ،  دکتنې په پيل کې  ميرمن راز  ددواړو هېوادونو ترمنځ لرغونو تاريخي او فرهنګي اړيکو ته اشاره وکړه  .
دغه راز ميرمن راز  په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره دهند جمهوريت دهمکاريو له امله قدرداني وکړه  او ددواړو هېوادونوترمنځ دهمکارى د نويو برخو  له دې جملې څخه  دافغانستان  داوسپنۍ پټلۍ دادارې  او دافغانستان د بريښنا شرکت کارکوونکو ته  دتخصصي او  علمي زده کړو دزمينې دبرابرولو په باب  رڼا واچوله .
دکتنې په دوام  ويني کومار دکتنې دفرصت  دبرابرولو له امله  په قدردانى سره  په بېلابېلو برخو کې  له افغانستان سره دهند جمهوريت دهمکاريو ددوام ډاډ ورکړ .
دغه راز  دهند جمهوريت سفير  ددواړو هېوادونو ترمنځ ددوه اړخيزو اړيکو په تيره بيا  ددواړو هېوادونو ترمنځ داقتصادي اړيکو په پراختيا باندې ټينګار وکړ .
  ختم_ ف_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته