کابل باختر دمرغومي دوه ويشتمه :
په جلال آباد ښار کې نن دګازو ديوه ډبي دچاودنې له امله دوه تنه ماشومان ووژل شول .
دغه پيښه دکمپونو په نامه سيمه کې رامنځته شوه او ددغو ماشومانو مور او پلار ټپيان شول .
چاودنه ټيک هغه وخت وشوه چې دغه ميړه او ميرمن له خپلو بچيانو سره دګازو ډبي ته څيرمه راټول شوي وو .
ويل کيږي چې دبي احتياطي له امله لومړى دګازو ډبي اورواخيست او وروسته وچاوديد .
دننګرهار دوالي ويندوى احمدضياعبدالرزي باختراژانس ته وويل :
په دې چاودنه کې دوه تنه ماشومان ووژل شول او مور او پلار يې ټپيان شول .
په همدې حال کې دجلال آباد ښار دمرکزي روغتون ډاکترانو ددغې ميرمنې اوميړه روغتيايي حالت خراب وباله .
دبې کيفته ګازو واردولو او دنازکو اوبې کيفتو ډبيو توريد په هيواد کې ددغه شان خونړيو پيښو اصلي انګيزې بلل کيږي .
0 1 دقیقه لوستل