سیاست

د مبارکۍ پیغام

-کابل باختر د غبرګولي ٣ مه
د مبارکۍ پیغام
د افغانستان پخوانی جمهوررئیس حامد کرزی دهندوستان په پارلماني انتخاباتو کې د BJP ګوند بریا او د هند د صدراعظم په توګه د ښاغلي نریندرا مودي د بیا ټاکنې له امله خپلې د زړه له کومې مبارکۍ اونېکې هیلې ښاغلي مودي اودهندوستان خلکو ته وړاندې کوي.  حامد کرزی دهندوستان بریالۍ انتخابات چې یوه میاشت یې دوام وموند اودنهه سوه
میلیونو خلکو د رأیو نتیجه په یوه ورځ کې اعلام شوه، دهندوستان د نهادونود خپلواکي
اوقوت اودیموکراسي ته ددغه هېواد د خلکو د ژورې ژمنې نتیجه بولي او دوی ته د
ژوند په نورو چارو کې د لا زیاتو بریاوو هیله کوي.  پاى- فضل واحد

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته