ټولنه

په بغلان کې دولتي کارکوونکو د خپل معاش د يوخېل کولو په خاطر لاریون وکړ

– کابل / د سلواغې ۲۵ مه / باختر
د دولتي بنسټونو کارکوونکو او کارګرانو، د دولتي بنسټونو د کارکوونکو د معاش د خېل کولو په خاطر د ولسي جرګې د طرحې د ملاتړ په خاطر لاريون وکړ.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبريال د خبر له مخې؛ په بغلان کې د دولتي بنسټونو لسګونو کارکوونکو او کارګرانو په پلخمري چوک کې راټول شول او د خپل معاش د يوشان کولو غوښتنه وکړه.
د کارګرانو اتحاديې (امکا) رييس احمد فريد عظيمي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د ملکي خدمتونو لسګونو کارکونکو په يو اعتراضي لاريون کې د ولسي جرګې د طرحې ملاتړ وکړ او د دولتي کارکوونکو د معاش د يوخېل کولو او د ټولنيز عدالت د تطبيق غوښتنه یې وکړه.
هغه د معاش د يوشان کولو په خاطر د پارلمان د اقدام ملاتړ وکړ او له دولت څخه یې وغوښتل چې د ټولنيز عدالت د تحقق په تړاو یې د ولسي جرګې د غړو غوښتنې دې ومني.
هغه زياته کړه: که چېرې دولت د خلکو د استازو غوښتنو ته پاملرنه ونه کړي؛ موږ د قانون له مخې په جدي اقداماتو سره به د کارکوونکو د حقوقو دفاع وکړو.
دغه اعتراضي غونډه له دوو ساعتونو او پر يو ستر بنر د ګډونوالو له لاسليکونو وروسته پاى ته ورسېده.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته