کابل باختر د سلواغې دوه ويشتمه :
پنځه څلويښتو تنو امنيتي او دفاعي ځواکونوپه ښارونو کې د اړو دوړ او اعتراضونو د مخنيوي زده کړې وکړې .
د انصار د ساحوي زون قوماندان مل پاسوال محمد جمعه عديل د اړو دوړ ضد اساساتو د دويمې دورې او د ماستر ترينرۍ د ښوونکو دظرفيتونو د لوړولو د دايمي دورې او د پوليسو د روزنيز مرکز د موټر چلوونې او د تخنيک دکورس د څوارلسمې دورې د فراغت په مراسمو کې ګډون وکړ او هغوى يې په هېواد کې د ملي ارزښتونو دفاع ته راوبلل .
د ملي پوليسو د روزنيز مرکز قوماندان سمونوال الله نور محمدي دانصار زون د قوماندانۍ له ملاتړ څخه مننه وکړه او ويې ويل چې له دغو برخو څخه نوي تنه فارغ شوي دي . ختم_ ج _ اکرم