-کابل /دزمري ١٨مه / باختر:
دننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ پوليسو دپانګه والو اوصرافانو دامنيت دتامينولو ژمنه وکړه .
داپه داسې حال کې ده چې ننګرهار په وروستيو مياشتو کې د صرافانو د پيسو د لوټولو او د صرافانو اوپانګه والو د تښتونې د زياتوالي ډګر و.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ سرپرست جنرال ولي خان سرحدي د ننګرهار ولايت د سوداګرى او د پانګې اچونې د خونې له رييس سره په کتنه کې وويل چې هغه د پانګه والو اوصرافانو د امنيت د تامينولولپاره يولړ پروګرامونه لري
هغه ژمنه وکړه چې هغه او د هغه تر امر لاندې ځواکونه د پانګه والو او صرافانو د امنيت د تامينولو لپاره زياته هڅه کوي.
د ننګرهار د سوداګرى او د پانګې اچونې د خونورييس ګل مراد په دې کتنه کې وويل چې د پانګه والو اوصرافانو په ګډون د خلکو د امنيت تامينول د پوليسو له دندو څخه دى .
ختم _ ج _اکرم
0 1 دقیقه لوستل