کابل – باختر دليندۍدمياشتې ٢٨
د نشه يي توکو ١٥٣ تنه قاچاق وړونکي په روان کال کې د ننګرهار ولايت د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي دي او له دغو قاچاقو وړونکو څخه ٥ زره ٢٣ کيلوګرامه ډول ډول نشه يي توکي ترلاسه شوي دي.
دغه قاچاق وړونکي په ننګرهار ولايت کې د ځانګړو عملياتو او يا هم د امنيتي ځواکونو د پلټنې په بهيرکې نيول شوي دي.
د ننګرهار امنيه قوماندان جنرال فضل احمد شيرزاد د باختر آژانس خبريال ته وويل چې امنيتي ځواکونو په دغه ولايت کې د نشه يي توکو پرخلاف د جدي مبارزې لپاره ځانګړي پروګرامونه او پلټنې پيل کړې دي.
جنرال شيرزاد له عدلي او قضايي مرکزونو څخه وغوښتل چې له نشه يي توکو سره د مبارزې د اغيزمنتيا په مقصد قاچاق وړونکي مجازات کړي.
1 1 دقیقه لوستل