کابل باختردتلې د مياشتې ٢٢ نيټه :
د پرانستې دولتدارۍ د مشارکت د ټولنې لومړۍ غونډه نن جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
د پرانستې دولتدارۍ د مشارکت ټولنه په غړو هېوادونوکې په ملي او دولتي مسئلوکې د حساب ورکولو په کارکې د شفافيت د رامنځته کولو او د هېوادوالو د مشارکت په خاطر جوړه شوې ده.
افغانستان په ١٣٩٥ کال کې د دغه بنسټ غړيتوب ترلاسه کړ.
د پرانستې دولتدارۍ د مشارکت د ټولنې په لومړۍ غونډه کې د جمهوري رياست د دفتر د لوى رياست د پاليسۍ، څارنې او څيړنې مرستيال عبدالسبحان روف د دغې غونډې د جوړولو د موخې، د افغانستان د پرانستې دولتدارۍ د مشارکت د ټولنې د سکرتريت همغږي کوونکى خليل الرحمن متوکل د دغه بنسټ د اصولو او کورنيو دندو، د غونډو د اصولو د تصويب او د دغه بنسټ د جوړولو په باب د جمهوري رياست د حکم په باره کې په تفصيل سره خبرې وکړې.
وروسته برخه والو د طرحه شويو مسئلو په باب خپلې نظريې او وړانديزونه بيان کړل .
په دې ټولنه کې ١٥ دولتي بنسټونه او ١٥ د مدني ټولنې بنسټونه ګډون لري.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ، د ښځو د چارو او د سوداګرۍ او صنايعو د وزارتونو معينيانو او د دولتي بنسټونو او د مدني ټولني استازو برخه لرله.
پاى فذ
2 1 دقیقه لوستل