پيونګ باختر دوږي شپږمه :
په داسې حال کې چې د ملګرو ملتو د سازمان امنيت شورا د شمالي کوريا وروستى راکټي آزمايښت غندلى دى؛ د شمالي کوريا مقاماتو دغه اقدام په کلکه لمسوونکى وباله .
د شمالي کوريا د بهرنيو چارو وزارت يوه چارواکي نن له اسوشيتد پرس سره په مرکه کې ټينګار وکړ چې دغه وينا د امريکا تر څارنې لاندې صادره شوې ده.
دغه کوريايي مقام د خپلو خبرو په دوام وويل: د پيونګ يانګ حکومت د امريکا د اټومي ګواښونو په خاطر د اټومي وسلو جوړولو ته مخه کړې ده .
ده د خپل هېواد د چارشنبې د ورځې د توغندى آزمايښت ته په اشارې سره څرګنده کړه: دغه آزمايښت دګاونډيو هېوادونو امنيت په خطرکې نه دى اچولى.
شمالي کوريا دغه راکټي آزمايښت د کوريا په ټاپو وزمه کې د جنوبي کوريا او امريکا د ګډ پوځي آزمايښت په ترسره کولو سره جوخت کړى دى .
دغه دوه اوونيز آزمايښت د دوشنبې له ورځې څخه د جنوبي کوريا د٥٠ زرو پوځيانو او امريکا د ٣٠ زرو پوځيانو په ګډون پيل شوى دى .
0 1 دقیقه لوستل