امنیت

دوه شپيته تنه ډار اچوونکي طالبان ووژل شول

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١٤
د هيواد د امنيتي ځواکونو د پرونيو عملياتو په بهيرکې ٦٢ تنه ډار اچوونکي طالبان ووژل شول.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه عمليات د امنيتي ځواکونو له خوا د کونړ، پروان، بغلان، قندهار ، زابل، ارزګان، غزني ، فراه، نيمروز او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې ٦٢ تنه ډار اچوونکي طالبان ووژل شول؛ ٣٢ تنه ټپيان او ٦ تنه نوريې د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.
په دغو عملياتوکې د طالبانو يوه اندازه سپکې او درندې وسلې ترلاسه او څو ښخ کړى شوي ماينونه کشف او شنډکړى شوي دي .
له بله پلوه؛ د ملي پوليسو ځواکونو د لوګر ولايت د محمدآغې ولسوالۍ په مربوطاتوکې د دوو ماينونو د چاودنې مخه ونيوله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته