اقتصاد

د هېواد په جنوب کې د غنمو په حصلاتو کې ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی

ترینکوټ باختر د غبرګولي ۱۲ مه
سږکال د هېواد د جنوبي ولایت روزګان په ګډون د هېواد په ۲۲ ولايتونو کې د وچکالۍ اندېښنتې وې چې  له  امله يې کروندګرو خپلو حاصلاتو ته زياته تمه نه درلوده.
خو اوس د روزګان د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين وايي: د نورو کلونو په پرتله سږکال د دغه ولايت د غنمو په حاصلاتو کې لس سلنه زياتوالي راغلى دی.
د روزګان د کرنې او مالدارۍ رياست رېیس انجينر زلمي الکو د باختر اژانس سیمه  یېز  خبریال ته وویل چې؛ د اصلاح شویو تخمونوويشل او عامه پوهاوی د دې  لامل شوي دي څو د کروندګرو په حاصلاتو کې مثبت بدلون راشي.
هغه وايي؛ په  راتلونکي کې به هم يو شمېر نورو کروندګرو ته ورته اسنتياوې برابرې کړي څو د حاصلاتو په توليد کې نور زياتوالي هم راشي.
که څه هم په روزګان کې د کرنې رياست مسولين په غلو دانو کې د زیاتوالي خبر ورکوي خو د دغه ولايت کروندګر بیا د کرنې رياست دغه څرګندونې ردوي.
د دغه ولايت د مرکز ترينکوټ او ولسواليو کروندګر وايي روانو جګړو او وچکاليو يې کرنې زيانمنې کړې دي.
دوی وايي د تېرو کلونو په پرتله یې سږکال په حاصلاتو کې شاخوا څو برابره کمی راغلی چې لامل يې وچکالي او جګړې دي.
کروندګر وايي په دغه ولايت کې دولت د دوی لپاره يوازې نمايشي کار کوي او د دوی په نوم د حاصلاتو په برخه کې راغلې مرستې اړمنو کسانو ته نه ورکول کېږي.
اوس کروندګر له مسولينو غواړي چې په کرنېزه برخه کې يې ستونزې حل او اسانتياوې ورته برابرې کړي.
روزګان د افغانستان يو له هغه ولايتونو څخه دى چې ۸۰ سلنه اوسيدونکې يي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او د خپل ژوند اړتياوې له همدې لارې پوره کوي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته