امنیت

دطالبانو دډلې يو قوماندان ونيول شو

کابل باختر د چنګاښ ٤ :
دوسله والو مخالفينو يو قوماندان دملي اردو دځواکونو له خوا ونيول شو او څلورديرش ماينونه کشف اوشنډکړاى شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته  د يوې خبرپاڼي په ليږلو سره ليکلي دي: دملي اردو دځانګړې قطعې  منسوبينو دوسله والو مخالفينو دمشرانو دتعقيبولو اونيولو دپروګرام او دسولې او ارامۍ دټينګښت په دوام  دقندهار ولايت دميوند ولسوالۍ په مربوطاتوکې چاڼيز عمليات ترسره کړل او دوسله والو مخالفينو يو قوماندان يې چې دماينونو په ښخولو او وسله والو بريدونو په ترسره کولو کې مهم رول درلود؛ ونيوه.
دغه راز دملي اردو منسوبينو دامنيتي فعاليتونو په بهيرکې څلورديرش ماينونه  دهيواد په بيلابيلو سيمو کې کشف اوشنډکړي دي.
ديوبل خبرله مخې: دغزني ولايت د اندړو او دهلمند د ګرمسير د ولسواليو په مربوطاتو کې دماينونو د چاودنې له امله دملي اردو  دوه تنه منسوبين شهيدان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته