دهرات ښار باختردمرغومي دمياشتې ٧نيټه :
د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ پوليسو دوه تنه د جعلي پيسو د ساتلو او لېږدولو په تور نيولي دي.
دغه کسان د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ اوسيدونکي دي چې د جعلي پيسو د ساتلو او لېږدونې په تور د ادرسکن ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د پوليسو له خوا نيول شوي دي.
د هرات ولايت د پوليسو يوه مقام د باختر آژانس خبريال ته وويل چې له دغو کسانو څخه په لسګونو زره جعلي پيسې او دوه موبايلونه هم ترلاسه شوي دي.
پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ