امنیت

نهه تنه وسله وال طالبان په سرپل کې ووژل شول

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٧  :
نهه تنه وسله وال طالبان په سرپل ولايت کې   له پوځيانو سره  دجګړې په بهير  کې  ووژل شول.
په دغوطالبانو تيره شپه  دکوهستاناتو ولسوالۍ  په لويه لاره کې هغه وخت بريد وشو چې دوى  دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان  بريد وکړ .
په سرپل ولايت کې دملي اردو يو قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې  په جګړه کې نهه تنه وسله وال طالبان  ووژل شول.
ده وويل ؛ جګړه هغه وخت پيل شوه  چې  پوځيانو په طالبانو باندې په بريد سره له خلکو څخه ددوى له خوا د جزيې  دراټولولو مخه ونيوله.
ديوبل خبرله مخې :  شپږ تنه ماين ښخوونکي طالبان په سرپل ولايت کې دپوځيانو په ډزو کې  ووژل شول.
دغه ماين ښخوونکي طالبان  کله يې چې غوښتل  دسرپل ولايت  په لويو لاره کې  ماينونه ښخ کړي  دپوځيانو له خوا پرې بريد وشو.
ويل کيږي  په دې جګړه کې  سرتيرو او دسيمې خلکو ته زيان  نه دى اوښتى.
په افغانستان کې وسله وال  طالبان  زياتره په  ګڼ ميشتو لارو کې دماينونو او
بمونو په ښخولو لاس پورې کوي چې له امله يې  زياتره ملکي وګړي قرباني کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته