ټولنه

په هرات کې ۶۰۰ کورنیو خوراکي توکي ترلاسه کړل

کابل / د سلواغې ۵ مه / باختر
د نړۍ د خوړو سازمان پرون په هرات کې پر ۶۰۰ بېوزلو کورنیو خوراکي توکي ووېشل.
د هرات د رسنیو دفتر مسوول باختر آژانس ته وویل چې دغه کورنۍ د جګړو او طبیعي پېښو په دلیل بېځایه شوې او په هرات ښار کې استوګن شوې دي.
خبرځای زیاته کړه چې په دې دوره کې پر یادو کورنیو اوړه، دال، لوبیا، بوره او غوړي ووېشل شول.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته