امنیت

لس ماشومان په بدخشان کې ووژل شول

کابل/ دسلواغې ١٧مه/ باختر
د بدخشان په يمګان ولسوالۍ کې تېره شپه ١٠ ماشومان د سالندي ناروغۍ له امله ووژل شول.
د بدخشان د عامې روغتيا مرستيال ډاکټر نوشين ګهر کريمي د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې دغه ماشومان د سالندي ناروغۍ له امله وژل شوي دي.
هغه وويل چې د زياتو ماشومانو د مړينې د مخنيوي په خاطر کافي درمل او امبولانسونه يمګان ولسوالۍ ته لېږدول شوي دي او د تحقيقاتو په پايله کې به د ماشومانو د وژل کېدو علت هم معلوم شي.
ختم-عطاالله – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته