خبرونهامنیت

يوويشت طالبان په هلمند کې ووژل شول

 کابل / د کب۱٤/ باختر

يوويشت وسله وال طالبان په هلمند کې په  نويو جګړو کې  ووژل شول.

پردغو وسله والو طالبانو تېره شپه لښکرګاه  ښارته څېرمه او په  ناوې او نهرسراج

ولسواليوکې هغه وخت ځمکني او هوايي  بريدونه وشول چې  د امنيتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو د يرغل لپاره چمتو کېدل.

د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي په دغو جګړو کې ٢١ وسله وال طالبان ووژل شول.

وسله والو طالبانو تراوسه څه نه ديي ويلي.

د يوبل خبرله مخې: پوځيانو په هلمند کې د٢٢ ښخ کړاى شويو ماينونو په کشف او شنډولو سره د يو لړ چاودنو مخه ونيوله.

د دغو ماينونو د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.

پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته