امنیت

په سرپل کې دلسو تنو مړي ترلاسه شول .

کابل _ باختر دوري ديارلسمه:
په سرپل ولايت کې نن دولايتي شورا ديو نوماند په ګډون دلسو تنو مړي دپوليسو لاس ته ورغلل .
دسرپل دولايتي شورا غړي حيات الله حليمي دباختراژانس خبريال ته وويل دولايتي شورا دنوماند حسن نظري مړى دهغه دانتخاباتي کمپاين دنهو تنو غړو له مړو سره دسرپل په مرکز پورې اړوند دبوغه يي او پايين کينت په سيمو کې ترلاسه شو
خبرځاى  زياته کړه حسن نظري  او دهغه نهه تنه دانتخاباتي ملاتړي  دوه ورځې مخکې دوسله والو طالبانو له خوا دسرپل ولايت  دبلخاب ولسوالۍ په دوغ ابي سيمه کې تښتول شوي وو . امنيتي مقامات وايي چې هغوى دتښتول شويو کسانو دموندلو لپاره د سيمه ئيزومشرانو په همکارۍ هڅې ترسره کړل خو دهغوى دموندلو لپاره هڅو نتيجه ورنه کړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته