سیاست

ددفاع او دکورنيو چارو وزيرانو او دملي امنيت لوى رييس د سنا مجلس دغړو پوښتنو ته ځواب ووايه

کابل باختر د تلي  څلورمه
ددفاع او دکورنيو چارووزيرانو او دملي امنيت لوى رييس دمشرانوجرګې په ننني غونډه کې دهيواد دعمومي  امنيتي حالت او دافغانستان داوس او راتلونکي لپاره دخپلو امنيتي تدبيرونو په باب د غونډې دغړو پوښتنو ته  ځوابونه  وړاندې کړل
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ: په دې غونډه کې چې دمشرانوجرګې درييس فضل هادي مسلميار  په مشري جوړه
شوه  لومړى دمجلس غړو دهيواد په دفاع کې دهيواد دامنيتي منسوبينو دسرښندنو او ځان تيريدنو درناوي  وکړ او ددفاعي چارو او دداخلي امنيت دکميسيون له خوا سناتور حاجي محمد امين صافي اودبيلابيلو  ولايتونو سناتورانو له انديښنو سره جوخت داوسني حالت ، دامنيتي مسووليتونو له ليږدونې او دمستقلانه  دفاع په شرايطو کې دافغانستان دتياري  ، دهوايي او توپچي پوځ  دسمبالولو او اړتيا ، دداخلي  ځواکونو دلازياتې همغږي ، دځانمرګوبريدونو دشنډولو  دلارو په تړلو او دهيواد امن ساحو ته په درز کې  دطالبانو دهڅو ، په امنيتي ځواکونو کې دمخالفينو  دقسمي استخباراتي  نفوذ ، په  ځينو ولايتونو کې دوسله والوطالبانو پرخلاف  دوګړنيو  پاڅونونو ، دافغانستان په حريم  دپاکستان دراکتي بريدونو ددوام ، دامريکا دپوځي اډو پرخلاف  له دې جملې څخه په افغانستان کې د ايران دګواښ او دهيواد  او په تيره بيا دولايتونو په کچه دنورو مهمو امنيتي مسئلو په باب خپلې  پوښتنې  طرحه کړې .
وروسته  دملي دفاع وزير  ستر جنرال بسم الله محمدى وويل : دښمن ستر نيت درلود چې  دهيواد په ختيځو او  شمال سيموکې امنيتي حالت دحقاني ، القاعده  لښکر طيبه  ، جيش محمد او دنفاذ محمد دشبکو په مرسته له جدي بحران سره  مخامخ کړي او  دلويو لارو په تړلو او دکابل او دهغه دشاوخوا ساحو دامنيت  د ګډوډولو په لاره کې يې  زياتې هلې ځلې وکړې خو د کورنيو ځواکونو په هراړخيزو هلوځلو او اتلوليو او دبهرنيو ځواکونو په همکارۍ  ددوى هيلي په ناهيلي بدلې شوې  او دفراه ولايت په بالابلوک او شيون  اود بالامرغاب په ګډون  دنويد په نامه دعملياتو او په لوګر ولايت کې په پړاويزو عملياتو او په  غوربند  او جلريز کې په عملياتو سره او په نورو برياليتوبونوسره   ددوى هلې ځلې  دناکامي په حال کې دي .
  دملي دفاع وزير  دکونړ ولايت  دحالت دڅيړنې او  له پاکستان څخه د توغنديو دتوغولو  د څيړنې په خاطر  دخپل وروستي سفر  په باب وويل  چې ددغو تيريو په بندولو کې به  له هر امکان څخه کار واخستل شي . 
ده وويل  چې دنورستان ولايت دمرکز  پارون دلارې دپرانستلو په خاطر  هم تدبيرونه نيول شوي دي  او زياته يې کړه چې تر راتلونکو  دوو کلونو پورې  دناټو دځواکونو په وتلو سره  تياري  نيول شوي دي او د هوايي  او دافع هوا دځواکونو  دپياوړتيا او دملي اردو  دځواکونو د ظرفيتونو دلوړولو په ګډون  پروګرامونه ترلاس لاندې  نيول شوي دي .
  محمدى وويل :  که چيرې  مستقلانه دفاع  سخته هم وي  بايد افغانان يو موټي شي  او د تيرو تاريخي دورو په شان په خپلې  ميړانې سره دهيواد او دهغه  دګټو دفاع وکړي او لازمه ده  چې دهيواد ددفاع  ځواکمني  په هربنه  چې وي پيداکړو .
  دده د څرګندونو له مخې، دملي اردو ځواکونه  له کمي پلوه  ديادونې وړ دى او له دې وروسته د ډاډمنو کسانو په جلب اوجذب کې له زيات دقت څخه  کار اخستل کيږي .  او يوشمير امنيتي کسان چې په ځانمرګو بريدونو لاس پورې کوي  پيژندل شوي او لازم اقدامات ترسره شوي دي .
ده  په سلو کې شل ځانمرګي بريدونه  ددښمن  په تحرکاتو پورې  اړوند وبلل اوپه بهرنيو ځواکونو  په سلوکې داتيا نورو بريدونو علت  فرهنګ ته دهغوى دځينو کسانو بې احترامي  او مذهبي مقدساتو ته سپکاوي او دځينو نورو له عقدو ډک  چلند وباله .
بسم الله محمدى زياته کړه: دشپې له خوا عمليات  دوام لري  او زياتره  دافغان ځواکونو له خوا ترسره کيږي . او دهغو په بشپړ افغاني کيدو باندې  کار کوو .
او  د ډاډمنې دفاع په خاطر يوه قول اردو  په قندهار کې او يوه قول اردو په هلمند کې  شته .
دغونډې په بله برخه کې دکورنيو چارووزير مل پاسوال غلام مجتبى پټنګ  ديو لړ موجودو  امنيتي ستونزو او چلنجونو  دبيانولو په ترڅ کې وويل  بې وزلي  بې سوادي دکار او کسب نشتوالي ، اداري فساد دنشه يي توکو قاچاق ، ددولتي  ادارو ترمنځ  نه همغږي ، دامنيت او دانډوليزې پرمختيا  نشتوالي ، دپولو  په دفاع کې  د پوځي  تشکيل او تاسيساتو کمښت ، دزبر ځواکو له خوا دځمکو غصب  ،  دموازي  ادارو شتون او مقدساتو ته  سپکاوي  په هيواد کې دبدامني عوامل دي . او زياته يې کړه  دپوليسو ځواکونو  په يوه مياشت کې دولس  مستقل عمليات  او پنځه نوي  ګډ عمليات ترسره کړي دي  چې په نتيجه کې يې  څه دپاسه  زر تنه  وسله وال مخالفين  وژل شوي ، ټپيان شوي او نيول شوي او هم ددغه وزارت له خوا  دښه امنيت دتامينولو او دسرحدي  او دعامه نظم دپوليسو  ، ملکي پوليسو او دلويو لارو  د پوليسو  اوداړو دوړو  ضد منظمو قطعاتو ، د پياوړتيا اوسمبالولو  او له تاوتريخوالي  ډکو مظاهرو  د کنترولولو لپاره  دپوليسو دپياوړتيا په لاره کې  دزياتو تدبيرونو په باب معلومات ورکړل .
  دکورنيو چارو وزير زياته کړه: دهيواد دپولو ددفاع په خاطر  غواړو دسرحدونو  قومونو اوقبايلو  دچارو له وزارت سره  په سلامشوره کې سرحدي قومونو ته  امنيتي وسايل  برابر شي . او دسرحدي سرغړونې په مقصد يو هيئت  دپکتيا ولايت ته استول شوي دي او د پوليسو دافرادو د جذب او دبيا څيړنې  دبهير لپاره  يو نوى ميکانيزم  برابر شوى دى .
  دغه راز  دملي امنيت لوى رييس اسد الله خالد  خپلې پخواني ژمنې تکرار کړې  او وي ويل  هلې ځلې رواني دي  چې خلک په ملي امنيت زيات اعتماد او باور پيداکړي او ددغې ادارې  منسوبين  له مرکز څخه  ولايتونو ته  او له ولايتونو نه ولسواليو ته  تمرکز پيداکړي . او ژمنه يې وکړه چې په دې ارګان کې دبشري حقوقو  ټول موازين  د دولتونو ترمنځ  له حقوقو او له اړوندو  کنوانسيونونو سره سم  رعايتيږي .  هيڅ بې ګناه به ونه نيول شي  او هيڅ مجرم به  له مجازاتو پرته خوشي نه شي . او هم  دمجرمينو دوسيې  له عدلي او قضايي  ارګانونوسره  تعقيبيږي  او  له نورو ارګانونوسره  په ګډوهلوځلو کې  د اداري فساد  په مخنيوي کې  همکاري کيږي .
  دملي امنيت لوى رييس ژمنه وکړه چې ددښمنانو او تروريستانو  توطيي او دسيسې به  ددوى په ځالو کې  شنډې کړو . چې دخلکو  داستازو او دنورو ارګانونو مرستې  اوزغم ته  اړتيا لري .
  دغه راز ده  دطالبانو پرخلاف  دوګړنيو پاڅونونو  په باب  خبرې وکړې او وي ويل  دغه پاڅونونه  چې دغزني ولايت له اندړو ولسواليو څخه پيل شوي دي  د طالبانو  او د هغوى دبهرنيو همکارانو د ظلمونو پرخلاف  وګړني پاڅونونه دي  چې خلک يې په پاکستاني بيرغونو سره  دبهرنيو  موټرسايکل سپرو  د تګ راتګ  ،  هغوى ته  د خوړو او پيسو د ورکولو او دښوونځيو کلينيکونو او  مواصلاتي لارو  دتړلو او دزده کړې په جرم  دځوانانو او دملکي وګړو دوژلو له امله يې  پاځون ته اړ کړي دي او زياته يې کړه چې ډير ژر  به  په ديارلسو  نورو سيموکې  وګړني پاڅونونه   پيل شي  او ملي امنيت هلې ځلې کوي چې دغه پاڅونونه  ترکنترول لاندې ونيسي  او نظام او دموکراسي ته  ستونزې  پيدانه کړي .
  دغه راز په پاى کې  يو شمير نورو سناتورانو  خپلې پوښتنې  طرحه کړې  او يا په پوښتنو يې  قناعت نه درلود اووپيتل شوه  چې  دنورو پوښتنو  ځوابونه دى  په ليکلي ډول برابر او مشرانوجرګې ته  وليږل شي .
دغونډې په بله برخه کې دسوالګرو دراټولولو  دکمزوري بهير  او بوډاګانو ته  داستوګنې  دمرکز  دجوړولو  طرحه  وڅيړل شوه اودزيات غور  په مقصد  يوې راتلونکي غونډې ته وځنډول شول .
  دغه راز  دارزکان ولايت سناتور  امان الله عظيمي دپاکستاني  پوځيانو  دراکتي پريدونو په وړاندې  دکونړ ولايت دفاع ته   د تياري لپاره  ددغه ولايت دخلکو  دپيغام  خبر ورکړ .
چې ددغه ولايت دخلکو  د هيوادپال  حساس له امله  قدرداني وشوه .
دغه راز په  غونډه کې مولوي عبدالوهاب عرفان  د حکومت  او دولسي جرګې  ترمنځ  واټن کې  دانحصار  دبندولو دقانون  په بې درکه کيدو  انتقاد وکړ او داکار  يې دافغانستان  ستړې   بازار  دمافيا لوبه وبلله او غونډې وپتيله چې داحتکار دبندولو قانون  چې په دې وروستيو وختو کې دولسي جرګې له خوا تصويب شوى دى  دانحصار دبندولو دقانون  تر پيدا کيدو پورې  تصويب نه کړي . 
دغه رازدمحمود طرزي دليسي  نږدې پنځلسوتنو زده کوونکو او استادانو  دمشرانوجرګې  داطلاعاتو او عامه ارتباط درياست  دروزنيزو پروګرامونو په چوکاټ کې دمشرانوجرګې  دعمومي غونډې بهير او دملي شورا  نورې برخې  وکتلې او دغه راز خپلې يو لړ درسي  ستونزې اووړانديزونه يې  د سنا مجلس  له لومړى نايب  محمد علم ايزديار او د ديني فرهنګي  ، پوهنې او دلوړو زده کړو دچارو دکميسيون له رييس  مولوي  مير حمد الله منيب سره  طرحه کړل . چې ددوى له خوا  دهغو په حل کولو کې  دهمکاري  ژمنه وشوه .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته