ټولنه

د شهيد جنرال عبدالرازق چوک په کندزکې پرانيستل شو

کابل/ د تلې٢٢مه / باختر
په کندزکې د شهيد جنرال عبدالرازق په نامه د يو چوک د جوړولو کار بشپړ او پرون پرانيستل شو.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: دغه چوک، د شهيد جنرال عبدالرازق اڅکزي بنسټ د ٤٠ زرو امريکايي ډالرو په لګښت د کندز په سردوره ښارګوتي کې جوړ کړى دى.
د دغه چوک په منځ کې د اتلسو مترو په لوړوالي يو څلى جوړ شوى دى او شاوخوا يې په نکلي کټارو، ډولي څراغونو او شينې ساحې ښکلي شوي دي.
د چوک په پرانيستلوکې د  کندز والي عبدالجبار نعيمي د قندهار د پخواني امنيه قوماندان شهيد جنرال عبدالرازق اڅکزي د چوک جوړول د کندز په تېره بيا په کندز او قندهارکې د مېشتو قومونو ترمنځ د ټولنيزو او فرهنګي اړيکو په تامين کې اغېزمن وباله او زياته يې کړه چې دغه شان نوښت له يوې خوا د ښار ښکلا زياتوي او له بلې خوا په کندز او قندهارکې د مېشتو قومونو ترمنځ د ملي وحدت پر ټينګښت مستقيمه اغېزه لري.
نعيمي شهيد جنرال عبدالرازق د هېواد په ټولو خلکو پورې اړوند وباله او ويې ويل چې شهيد جنرال عبدالرازق اڅکزي د جګړو په ډګرونوکې له ځانه مېړانه او اتلولي ښودلې وه او نن د دغه هېواد د هر وګړي په زړه کې د هغه ياد او خاطرې ژوندۍ دي او هغه يو زړور اتل بولي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته