کابلباخترد وږي د مياشتې٣
په نړيوالوبازارونوکې د يوانس سرو زرو په بيه کې اوولس ډالره زياتوالي راغلى دى.
په نړيوالوبازارونوکې پرون يو انس سره زر په ١٢٨١ ډالرو وړاندې کيدل، خو نن هم په ١٢٩٨ډالرو وړاندې کيږي.
د پښتنى بانک د سرو زرو د مارکيټ يوه پلورونکي قاهرخان ددغه خبرپه تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس دکابل په بازارونوکې يو ګرام سره زرکويټي په٢٤٥٠ افغانيو، سنګاپوري په٢٤٠٠ افغانيو، بحريني په٢١٠٠افغانيو، عربي په٢٠٥٠ افغانيو، ايراني په١٨٠٠ افغانيو او يوګرام روسي سره زر په١٦٠٠افغانيو پلورل کيږي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ