امنیت

دکابو پنځو ټنو نشه يي توکو کشف

کابل  باختر دکب دمياشتې١٨:
په تيرو دريو مياشتو کې دکندز ولايت دپوليسو له خوا کابو پنځه ټنه ډول ډول نشه يي توکي کشف اوضبط کړاى شوي دي .
دکندز ولايت امنيه قوماندان جنرال محمدقسيم جنګل باغ دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛  چې د کندز ولايت دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دمديريت دعملياتوله امله په تيرو دريو مياشتو کې دهيروئينو او اپينو په  ګډون  کابو پنځه ټنه ډول ډول نشه يي توکي کشف اوضبط شوي دي.
جنګل باغ وايي ؛ چې ددغو قضيو په اړوند ٤٩ تنه   له لسو ډول ډول موټرو سره هم لاس په لاس دپوليسو له خوا  نيول شوي دي .
ده زياته کړه ؛  چې دنشه يي توکو دکرکيلي او قاچاقو دمخنيوي په خاطر لازم او جدي تدبيرونه نيول شوي دي  چې  هېوادوال ددغې کرغيړنې پديدې له شر څخه وژغورل شي.
جنګل باغ زياته کړه ؛ چې په کندز ولايت کې  دنشه يي توکو کرکيله صفر شوې ده  او  اوس د دغه ولايت په هيڅ يوه کلي کې دنشه يي توکو توليدونکي بوټي نه کرل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته