کابل باختر دثور لومړي :
فيفا پنځو هيوادونو ته اجازه ورنه کړه چې د ٢٠١٨ ميلادي کال دنړيوال جام دمقدماتي سياليو کوربه توب وکړي .
دباختراژانس دخبر له مخې، په دغو هيوادونوکې افغانستان ، سوريه ، يمن ، عراق او فلسطين شامل دي چې د امنيتي ستونزو له امله يې د ٢٠١٨ ميلادي کال دنړيوال جام دمقدماتي سياليو دکوربه توب اجازه ترلاسه نه کړه .
له پچې اچولو وروسته د ٢٠١٨ کال دنړيوال جام په مقدماتي پړاو کې دافغانستان سيالان مشخص شول او په پنځم پړاو کې افغانستان دسوريې ، جاپان ، کمبويا او دسنګاپور دټيمونو تر څنګ دريږي چې دامنيتي ستونزو له امله نه شي کولاى له دغو هيوادونوسره دسيالي کوربه توب وکړي .
دافغانستان دفوټبال فدراسيون دخپرونومسوول علي کاظمي وويل چې ددغوسياليو دترسره کولو لپاره يوله دغو څلورو هيوادونو ، هندوستان ، متحده عربي اماراتو ، تاجکستان او ايران کولاى شي ددغوسياليو کوربه توب وکړي خو لاتراوسه پورې کوربه هيواد نه دى مشخص شوى .
0 1 دقیقه لوستل