امنیت

له روسيې څخه افغانستان ته ديوويشتو هليکوپترونو پيرودل

مسکو دروسيي ورګادورځپاڼه دثور دمياشتي٣٠ نيټه :

دامريکا متحده ايالاتو له روسيې څخه افغانستان ته يوويشت پوځي هليکوپترونه وپيرل.

ددغو هليکوپترونو دپيرودلو بيه درې سوه اووه شپيته مليونه ډالره اټکل شوې ده چې دامريکا له خوا ورکول کيږي .

ددغو هليکوپترونو پيرودل دافغانستان  دهوايي ځواکونو دبياسمبالولو لپاره دامريکا دمتحده ايالاتو دژمنو يوه برخه بلل کيږي .

دروسيې دزګاد ورځپاڼې دخبرله مخې ددغوهليکوپترونو دپيرودلو تړون دامريکايي مقاماتواودراس ابارون اکسپورت دولتي شرکت ترمنځ لاسليک شوي دي .

په همدي حال کې دروسيې دپوځي _ فني همکاريو دفدرال سرويس مقاماتو هم په افغانستان کې ددغو پوځي هليکوپترونو پيرودل تائيد کړى دى.

دغې ورځپاڼې ليکلي دي   چې ددغه تړون په مادو کې روسيې مقاماتو ددغو هليکوپترونوداړتيا وړ اودلوژستيکي تاميناتو او پرزو دبرابرولوژمنه هم کړى ده .

ويل کيږي  ددغو هليکوپترونو لومړۍ جوپه به نهه هليکوپترونه وي چې ټاکل شوې ده دروان کال دتلي په مياشت کې دافغانستان هوايي ځواکونوته وسپارل شي .

ددغي ورځپانې دخبرله مخې لومړۍ دا مريکا هلې ځلې داوي چې دناټو دتړون غړي ، بلجيم  ددغو هليکوپترونو پيسې ورکړي اويايي په خپله روسيه په وړيا  ډول افغانستان ته ورکړي  خوپه پاى کې ديوه کال له تيريدو وروسته دا کارونه شو اوپه پاې کې امريکا دهغو دپيرودنې لګښت په غاړه واخيست .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته