امنیت

د هېواد په ختيځ کې د وسله والوطالبانو او داعشيانو ترمنځ نښتوکې دواړو لورو ته د سر زيان واوښت

جلال اباد باختردتلې دمياشتې٢٦نيټه  :
په داسې حال کې چې  د هېواد په ختيځ ننګرهار ولايت کې د داعشيانواوطالبانو ترمنځ نښتې له دريو شپو او ورځو وروسته پاى ته رسيدلي دي، سيمه ييز مقامات په دغو  نښتوکې ډار اچوونکو ته د سر د زيان د اوښتو خبرې کوي.
دغه جګړې د خوږياڼيو ولسوالۍ په ګدون د ننګرهار ولايت په يوشمېر سيموکې شوې دي.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: دغه جګړې په يوې بلې د دغو دواړو ډار اچوونکو د لوړتيا غوښتنې او واکمنۍ غوښتنې له امله رامنځته شوې دي.
د هېواد په ختيځ کې د پوليسو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دغو نښتوکې شپږديرش تنه ډار اچوونکي طالبان او داعشيان وژل شوي او په لسګونو تنه نوريې ټپيان شوي دي.
پاى ؛ ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته