امنیت

دظفر قول اردو نوى قوماندان په کار پيل وکړ .

کابل باختر د ثور لسمه :
دظفر قول اردو نوې  قوماندان  په رسمي ډول په کار پيل وکړ.
  دظفر قول اردو نوې قوماندان بريدجنرال محمد ناصر هدايت چې دجمهوري رياست دحکم له مخې ټاکل شوى دى نن دملي دفاع وزارت دستردرستيز دمرستيال سترجنرال مراد علي مراداو دهرات دوالي محمد اصف رحيمي له خوا ددغه قول اردو منسوبينو ته معرفي شو .
ددغو مراسمو برخه والو دوسله والو ځواکونو دشهيدانو پاک روح ته ددعا په ترڅ کې دشهيدانو دوينې په غچ اخستلو او د ډار اچوونکو په ځپلو ټينګار وکړ .
جنرال مراد علي مراد دظفر قول اردو دقوماندان دمعرفي کولو په مراسمو کې د خلکو دپت او عزت او  هېواد دمدافعينو  په توګه دملي اردودمنسوبينو ميړانې اوسرښندنې وستايلې  او ويې ويل نظم او دسپلين  اوستاسي صداقت او وفاداري دافغانستان خلکو ته وياړ  دى .
  جنرال مراد تروريستانو ته خبر دارى ورکړ او ويې ويل موږ نن تروريستان سولې ته رابولو هغوى ته خبر دارى ورکوواو هغوى  ددوى په پټنځيو کې ځپو ، دومره  به په تروريستانو زور راوړو چې ددوى کورني او بهرني ملاتړي له منځه لاړ شي . ده دتروريستانو ځپل دوسله والو  ځواکونو يولومړيتوب  وباله او ټينګار يې وکړ چې دخالد په عمليات کې دغه هدف تامين شوى دى .
جنرال مراد زياته کړه: ټولو قول اردو ګانوته  واک ورکړشوى دى چې دتروريستانو دله منځه وړلو لپاره له ټولو امکاناتو څخه استفاده وکړي .
  دهرات والي هم دډاراچوونکو په وړاندې دوسله والو ځواکونو سرښندنې وستيالې او ټينګار يې وکړ چې ملي واکمني دامنيتي ځواکونو له خوا تمثيل شوي دي  او دخالد عمليات په کلى حالت مثبته اغيزه کړې ده .
  رحيمي ددښمن ماتې حتمي وبللې  او ويې ويل که څه هم په ښکاره   په مزارشريف کې دتروريستانو بريد دښمن ته يو برياليتوب و خو دملت او دولت  ترمنځ يې پيوستون پياوړي کړ .
دهرات والي دشهيدانو دفاتحې اخستل او دتروريستانو له کړو وړو څخه دخلکو کرکه نيک فال  وباله او امنيتي ځواکونه يې هوښيارى  او قانون منلوته راوباله  او ويې ويل چې له هرې  بې پروايي څخه بايد زده  کړه وکړو .
رحيمي دظفرقول اردو نوى قوماندان ته ډاډ ورکړچې دهرات خلک هر راز همکارۍ ته چمتو دي .  دغه راز دظفر قول اردو پخواني قوماندان او نوې قوماندان دهرات ولايت او دهېواد دلويديځې  حوزې دمسوولينو او دخلکو همکاري وستايلې .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته