۱۰۰ ورځې

نور : دانتخاباتو وروستي نتيجې به په ټاکلي وخت کې يې اعلام شي .

کابل باختر دثور دوه ويشتمه : دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوي وايي چې دانتخاباتو وروستۍ نتيجې به په خپل ټاکلي وخت کې اعلام شي . داپه داسې حال کې ده چې دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون مسوولينو پرون ويلي و چې دانتخاباتو دشکايتونو دڅيړنو وروستۍ نتيجې به نن اويا سبا دانتخاباتو دخپلواک کميسيون په واک کې ورکړي . دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوي نور محمد نور دباختراژانس له خبريال سره په خبرو کې وويل که چيرې دانتخاباتي شکايتونودڅيړنو نتيجې دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون له خوا نن دانتخاباتو دخپلواک کميسيون په واک کې ورکړي شي دانتخاباتو وروستۍ نتيجې به خپل ټاکلي وخت کې اعلاميږي . نور زياته کړه دشکايتونو دحجم په پام کې نيولو او په ديتابس کې درايو دځايولو او دهغو دڅيړنې په پام کې نيولوسره ښايي دانتخاباتو دوروستيو نتيجو اعلام له يوڅه ځنډ سره مخامخ شي . پخوا دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون مسوولينو ويلي و چې دغه کميسيون دخپلوڅيړنو نتيجې دثور دمياشتې په يو ويشتمه نيټه دانتخاباتو خپلواک کميسيون ته سپاري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته