امنیت

په بادغيس کې دطالبانو له خوا دښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله لس تنه ملکي وګړي شهيدان شول .

کابل باختر دتلي نهمه :
په بادغيس ولايت کې ديوه ماين دچاودنې له امله لس تنه ملکي وګړي شهيدان شول .
  دغه پيښه پرون ناوخته دقادس ولسوالۍ  په لاره کې هغه وخت رامنځته شوه چې دملکي وګړو دسپرلۍ يوموټر په سړک کې په ښخ کړى شوي ماين  وخوت .
دبادغيس دوالي وياند  خالد صافي دباختراژانس  خبريال ته وويل  چې په دې چاودنه کې لس تنه ملکي وکړي شهيدان شوي دي .
ده وويل چې ښځې او ماشومانو هم ددغې پيښې په قربانيانو کې شامل دي .
دبادغيس دوالي وياند وسله وال طالبان ددغې مرګانۍ پيښې عاملين وبلل او ويې ويل چې دپيښې دعاملانو دپيژندنې او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي
ديوبل خبر له مخې  دبادغيس ولايت په بيلابيلو سيمو کې دخورو ورو نښتو په بهير کې  اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول  او شپاړلس تنه نور ټپيان شول.
پوليس وايي چې دغه نښتې دتيرې شپې په بهير کې  او نن سهار شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته